د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د کونړ په چپه دره ولسوالۍ کې څو ورځې وړاندې تښتول شوی ماشوم د پولیسو ځانګړو عملیاتو په پایله کې له انسان تښتوونکو ازاد شو.
د وزارت په خبر کې راغلي چې د کونړ امنيه قوماندانۍ ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ماشوم د ولسوالۍ اړوند سيمه کې پیدا او بیرته یې خپلې کورنۍ ته وسپاره.
دغه راز امنيتي ځواکونو په دې قضیه کې یو تن نیولی او د قانون منګولو ته يې سپارلی دی. د يادونې وړ ده چې امنيتي ځواکونو تر دې وړاندې هم په مرکز سربېره يو شمېر ولايتونو کې تښتول شوي ماشومانو د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد او خپلو کورنيو ته يې سپارلي دي.