عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د یاد وزارت د رهبرۍ بورډ په ۱۶مه ناسته کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیایي خدمتونو د وړاندېکولو ترڅنګ پر بېلابېلو مسایلو بحث او خبرې شوې دي.
د روغتیا وزارت په وېبپاڼه لیکل شوي چې په دې ناسته کې د یاد وزات مرستیالانو، مرکزي رییسانو او مشاورینو ګډون کړی چې د ځینو مسایلو ترڅنګ پکې اسلامکلا بندر ته د امبولانسونو د لېږد او له نوي تدارکاتي قانون سره سم د تدارکاتي تړونونو د ورکړې او پروسې په اړه خبرې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د رهبرۍ په دې ناسته کې همداراز د پروګرامونو، غونډو او ورکشاپونو د ښهوالي او ښه ترسره کولو لپاره د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست سره د همغږۍ، د غیرمسلکي ډاکټرانو او حکیمانو سره د مرکو د مخنیوي، د شفري نسخو لیکلو څخه د مخنیوي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سره په روغتونونو کې د فیس راټولولو سیسټم پر ستونزو هم خبرې شوې دي.
په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي پورته یادو شویو موضوعاتو ته د پر وخت رسېدنې او د چارو چټکتیا په موخه بېلابېلې تخنیکي کمېټې ګمارلې دي.