ډېر لوستل شوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په اداري ناسته کې د راستنو شویو پر وضعیت خبرې شوې

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې د مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د یاد وزارت په اداري ناسته کې له ایران څخه د راستنېدونکو لړۍ ارزول شوې، او په دې برخه کې د حل‌شویو ستونزو په اړه بحث او خبرې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې ناسته کې د کډوالو چارو مالي او اداري مرستیال، شیخ کلیم الرحمن فاني او د یاد وزارت مرکزي رییسانو ګډون کړی و چې پکې د راستنو شویو افغانانو د لومړنیو ستونزو د حل په اړه راپور وړاندې شوی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي: “اسلام‌کلا کې ستونزې هوارې شوې دي، د اړتیا وړ توکي او وسایل په وخت رسیدلي او همدارنګه د پلاوي لخوا عملیاتي چارې ګړندۍ او د کډوالو د ثبت پروسه په منظم ډول روانه ده.”
په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر د کډوالو مرکزي مسوولینو ته سپارښتنه کړې چې په خپلو چارو کې عدالت ته پام وکړي او له شته ظرفیت څخه اغېزمنه ګټه واخلي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د مولوي عبدالکبیر له قوله ویل شوي چې د ولایتونو له مسوولینو سره په همغږۍ په هرات او نیمروز کې د راستنېدونکو هېوادوالو لړۍ مدیریت شوې او په کمه موده کې پر حالت برلاسه شوي. نوموړي همداراز په هرات کې د راستنېدونکو افغانانو ستونزې ته پر رسېدنې ټینګار کړی دی.

اړوند خبرونه