ډېر لوستل شوي

له پاکستانه ۲۰ تنه افغان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شول

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له بېلابېلو بندخونو د ۲۰ تنه افغان بنديانو د ازادېدو او هېواد له راستنېدو خبر ورکړی دی.

ياد وزارت د کندهار ولایت د سپین بولدک د کډوالو د لېږد امریت د معلوماتو له مخې ويلي، دا کسان سره له دې چې قانوني اسناد یې لرل، د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او د یوې ورځې څخه تر څلور ورځو پورې یې بند تېر کړی دی. د مسوولينو په وينا، چې دغه کسان د نوم‌ليکنې او بشري مرستو وروسته خپلو اصلي مېنو ته هم لېږدول شوي دي.

اړوند خبرونه