د هرات مسوولینو خبر ورکړی چې هلته نن د عاشورا په ورځ له ۳۰۰ ډېرو کسانو د وینېورکولو په کمپاین کې برخه اخیستې ده.
د یاد ولایت اطلاعاتو کلتور ریاست مسوولینو ویلي چې دا کمپاین د احیا نشاط د غاښونو کمپلکس کلینیک، د عامې روغتیا ریاست او د هرات مرکزي بانک په همکارۍ په «بکرآباد» سیمه کې ترسره شوی دی.
د مسوولینو په وینا چې په دې کمپاین کې د پوهنتون استادانو، محصلینو، مدني فعالانو په ګډون له ۳۰۰ ډېرو کسانو برخه اخیستې او وینه یې ورکړې ده.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست په خبرپاڼه کې د وینېورکولو کمپاین د یو تنظیموونکي، ډاکتر محمد رفیق شیرزي په حواله ویل شوي چې له دې څخه یې موخه د عاشورا ورځې لمانځل او همداراز د انساندوستۍ او وینېورکونې کلتور ته وده ورکول دي.
بلخوا د هرات د وینې بانک مشر، مولوي حامد عمري د دې کمپاین د هرکلي ترڅنګ ویلي چې د داسې پروګرامونو تطبیق د وینې څه ناڅه اړتیا پوره کولای شي.