د پنجشیر ځایي مسوولینو خبر ورکړی چې د یاد ولایت په «خنج» ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او نهه نور ټپيان شوي دي.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا پېښه د خنج ولسوالۍ په «بام وردار» سیمه کې د «فلانکوچ» موټر د چپهکېدو له امله شوې ده.
د مسوولینو په وینا چې دا موټر له شاوخوا ۱۵۰ متره لوړ ځای څخه راغورځېدلی او لامل یې د برېک په سیستم کې رامنځتهشوې ستونزه وه.
له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل کېږي.
بلخوا حکومتي مسوولینو بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند ته پام وکړي.