ډېر لوستل شوي

کاليفرونيا کې د ځنګلونو پراخ اور؛ د اور وژونکې ډلې يې په مهارولو کې پاتې راغلې

د امریکا د کاليفرونیا ایالت په سان لوییس او بیسپو ولسوالیو کې پراخ ځنګلونو اور اخیستی چې له تېرو دوو ورځو راپدې خوا دوام لري.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، اور تر دې دمه نږدې ۸۰ زره جریبه ځمکه سوځولې او لا هم د پراخېدو په حال کې دی. د اور وژنې ډلې تر اوسه یوازې لس سلنه اور تر کنټرول لاندې راوستی دی.

ويل‌کېږي چې د دې اورلګېدنې له امله‌ یوه مهمه لویه لاره تړل شوې او خلکو ته ویل شوي چې له سیمې ووځي او خوندي ځایونو ته ولاړ شي. په ورته مهال د کاليفرونيا د اوروژنې ادارې په روان کال کې دا تر ټولو ستر اور بللی دی.

اړوند خبرونه