د ټولګټو وزارت وايي، په تېرو دوو اوونیو کې د هېواد د وسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۴ زره او ۶۷۱ مټریک ټنه د توکو انتقالات شوي دي.
د ياد وزارت وياند محمد اشرف حقشناس وايي، په دې موده کې له حیرتان بندر څخه ۱۲۱۶۵۵ ټنه، له آقینې څخه ۱۲۷۶۴ ټنه، له تورغونډۍ څخه ۱۳۵۱۲ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۱۶۷۴۰ ټنه نفتي، غير نفتي او د نورو سوداګريزو توکو واردات او صادرات شوي دي.
د ښاغلي حقشناس په وينا، په همدې موده کې ۲۹۶۰ ټنه صادرات هم شوي، چې ډېری یې وچه مېوه او د انارو جوس دي.
د ټولګټو وزارت ټينګار کړی چې د وسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو زیاتوالی نه یوازې د هېواد اقتصادي ثبات ته لار هواروي، بلکې کاري فرصتونه هم رامنځته کوي او ملي عواید لوړوي.
ياد وزارت ژمنتيا ښودلې، چې د لا زیاتو انتقالاتو لپاره به سوداګرو ته لازمې اسانتياوې برابرې او د ترانسپورتي خدمتونو پراختيا ته به دوام ورکړي.

