ډېر لوستل شوي

د رسمیت پېژندنې پر لور لومړی مستحکم ګام

مسکو پخوانی تاریخ بیا راژوندی کړ او لومړی هېواد شو چې د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنه کې یې زړور ګام پورته کړ. دغه ویاړ ځکه بیا ځلې مسکو ته بښل کیږي چې دې هېواد په ۱۹۱۹ زېږدیز کال کې هم له برېټانوي ښکېلاکه د افغانستان خپلواکي لومړی پر رسمیت پېژندلې وه. په هغو کلونو کې په اسلامي نړۍ کې افغانستان لومړی هېواد و، چې له له یوه ستر زبرځواک څخه یې د تورې په زور ازادي واخیسته او د یوه خپلواک هېواد په توګه یې سر راپورته کړ. مسکو د اسلامي امارت پر رسمیت پېژندنې سره وښوده چې له چا پر پټو سترګو پېښې نه کوي، د چا پر لار نه درومي او نه هم د بل چا تر اغېز لاندې دي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت په خپله ویبپاڼه لیکلي و چې د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر په لاس یې مسکو کې د اسلامي امارت د مېشت سفیر ګل حسن حسن باورلیک منلی دی. د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هم کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتري ژېروف سره ناسته کړې وه او افغان لوري ته یې د اسلامي امارت رسمیت پېژندنه اورولې وه. ښاغلي متقي دې ناسته کې د مسکو ددې ګام اخیستو هرکلی کړی او هیله یې ښودلې چې نور هېوادونه هم د مسکو پر پله پل واخلي او دا لړۍ پسې وغځوي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم په خپل رسمي ادرس لیکلي چې د اسلامي امارت رسمیت پېژندنه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ فرصتونه رامنځته کړي. اوس دا پوښتنه کیږي چې ایا د مسکو له لوري د افغانستان د رسمیت پېژندنې لړۍ به نور هېوادونه هم پسې وپالي او که خدای مه کړه د اسلامي امارت د تېرې حکومتولۍ غوندې به یې یوازې څو هېوادونه پر رسمیت وپېژني؟ همداشان د روسیې دا اقدام د افغان حکومت د مخالفینو ډلې لا څومره منزوي کوي؟
د مسکو له لوري د اسلامي امارت تر رسمیت پېژندنې وړاندې دغه هېواد اسلامي امارت له بندیز سره د مخ ډلو له نوملړه هم اېستلی و. د اسلامي امارت په بیا راتګ سره د مسکو او کابل اړیکې خورا وغوړېدلې او دوه اړخیزه ښکېلتیا آن تر رسمیت پېژندنې لوړه شوه. د مسکو له لوري دا اقدام کومه هېښونکې پرېکړه نه وه؛ بلکې مسکو لا پخوا پر دې مسلې غور کړی و. د روسیې دا اقدام خورا زړور و او ویې ښودله چې روسیه هم د یوه زبرځواک هېواد غوندې د چا له سیورې لاندې پرېکړه نه کوي؛ بلکې په خپلو کړو وړو کې خپلواک دي. د مسکو له لوري د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې ګټې ګڼې دي چې موږ یې یوازې څو ترې دلته راخلو.
۱ـ له سیاسي انزوا او جمود څخه د اسلامي امارت راوتل
۲ـ له نړۍ او خصوصا د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان اقتصادي ، پوځي ، ټولنیزو ، کلتوري او نورو اړیکو پراختیا
۳ـ په نړیواله توګه د خپلو خلکو غږ رسونه او انعکاس یې
۴ـ د اقتصادي راکړې ورکړې اسانوالی
۵ـ د حقوقي ستونزو کمښت او یا صفر کېدل
د مسکو له خوا د اسلامي امارت پر رسمیت پېژندنې منفورې او ازمویل شوې څېرې بیا راپارولي او د مسکو دا اقدام یې جرم بللی دی. د افغان حکومت او ملت دغه تش په نوم مخالفان چې مخالفت او ناکامه مبارزه یې تر پوسټونو او ټوېټونو محدوده ده؛ هېڅ ډول ولسي رنګ او محبوبیت نه لري. دا هغه ډلې ټپلې دي چې د افغانانو کور ته یې د نړیوال استکبار د راتګ لارې په ګلونو فرش کړې او د پردیو له لوري له افغانانو سره ظلم او زیاتی به یې په چکچکو بدرګه کاوه. له دغو منفورو ډلو سره د افغان انسان او افغان وطن غم او حس نشته؛ بلکې دوی د وینو او وطن پلورنې پخواني ټېکداران دي. دوی د خپلو ګټو او سهمونو په لټه کې دي او د خپلو ګټو په خوا ور رغړي. دا هغه خلک دي چې په لوی کور کې کورګي جوړوي، لوی صف په وړو وړو ډلو وېشي او له خپل سنتو او ارزښتونو سره براعلی جګړه اعلانوي. دا هغه ازمویل شوې څېرې دي چې له وینو، جګړو او یرغلونو پرته یې بل څه ولس ته نه دي ورکړي او ټول افغان ولس یې له نومونو استفراق کوي.
د روسیې له لوري د اسلامي امارت رسمیت پېژندنې دا شونتیا ډېره کړې چې ښایي د سیمې هېوادونه به هم د روسیې لاره تعقیب کړي. نارسمي سرچینو ویلي چې ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، قزاقستان، ایران او نور هېوادونه هم په ګډه د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په پار ناسته کوي. د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان اړیکې یوازې تر سوداګرۍ محدودې نه دي؛ بلکې د اوبو مسایل، سیاست، امنیت، د سیمې ټیکاو او نور ګڼ مسایل شته چې د یادو هېوادونو په ګډې همکارۍ حلېدی شي. لرې به نه وي چې چین هم د روسیې لاره خپله کړي او د اسلامي امارت رسمیت پېژندنه په یوه سیمه ییزه سیالۍ بدله شي. یو بل احتمال دا هم شته چې د افغانستان پر رسمیت پېژندنې لړۍ د شانګهای تر غونډې وغځیږي. دا چې په راروانه اګست میاشت کې د شانګهای غونډه ده او همداشان به اسلامي امارت د خپلې بریا څلورمه کالیزه نمانځي؛ اسلامي امارت به دې غونډه کې پراخ حضور ولري، د سیمې هېوادونو ته به ډېر وضاحت وړاندې شي او ښایي مسکو پر خپلو متحدینو او نږدې هېوادونو غږ وکړي چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په پار اقدام واخلي.

پایله
د اسلامي امارت څلور کلن جمود د مسکو له لوري مات شو او نورو هېوادونو ته یې لار پرانیسته. له دې پرېکړې وروسته تمه شته چې نور هېوادونه په ځانګړي ډول د سیمې هېوادونه په ورته اقدام لاس پورې کړي. د اوس لپاره اسلامي امارت ته بویه چې له دې راغلي چانس پوره ګټه پورته کړي. تر اګسته د روسیې په څېر نور هېوادونه هم رسمیت پېژندنې ته راوبلي. تر دې مهمه دا ده چې دا چې افغان حکومت او ملت تر هر څه ډېر په یوه بل کې مدغم شي او نړۍ موږ په یوه غږ وپېژني. رسمیت پېژندنه مو تر سیمه ییز ټیکاو او استحکام پورې وړلی شي. دا به په لویه کې زموږه کډوالي راکمه او له نورو هېوادونو سره به لا ښه ډیپلوماټیک چینلونه پرانیزو. په لنډه توګه ویلی شو چې دا ګام نه یوازې د اوسني نظام ستر ډيپلوماټیک بری دی؛ بلکې د نظام او د خلکو د هوساینې او ځانبسیاینې اړوند اغېزمن ګام هم دی.

اړوند خبرونه