د میدان وردګو ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د محرم الحرام مراسم د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له پوره امنیتي تدابیرو سره په ډاډمنه فضا کې ترسره شول.
د يادې قوماندانۍ د رسنيو دفتر وايي، اړوند مسوولينو ته دنده سپارل شوې وه چې د استخباراتو رياست له مسوولينو سره په همغږۍ د اهل تشيع هېوادوالو په مېشتو سيمو کې امنيت ته ځانګړی پاملرنه وکړي.
په ورته مهال، د اهل تشیع مشرانو د اسلامي امارت له مشرتابه، په ځانګړي توګه د ولایت له امنیه قوماندان مولوي عبدالقیوم هلال او له امنیتي ځواکونو مننه کړې، چې د دوی د مراسمو لپاره یې شپه او ورځ نهستړي کېدونکې هڅې کړې دي.
د يادونې وړ ده چې سږکال دغه ورځ په ټول هېواد کې د پوره امنیتي تدابیرو لاندې، په ډاډمنه فضا کې ولمانځل شوه او د بېلابېلو ولایتونو په ګډون، د میدان وردګو ولایت امنیتي مسوولینو هم د دې ورځ د امنیت د خوندیتوب لپاره پراخ تدابير نیولي وو.

