کورنیو چارو وزارت له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په لغمان کې د نشهيي توکو د کاروبار په تړاو د ۱۱ کسانو د نیولکېدو خبر ورکړی.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا کسان د لغمان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې نیول شوي دي.
سرچینې د دې کشف او ضبط شویو نشهيي توکو د نوعیت او اندازې په اړه څه نه دي ویلي.
کورنیو چارو وزارت همداراز د پکتیا په «ډنډ پټان» ولسوالۍ کې هم د ۱۱۸ نشهيي ګولیو د پلور په تړاو د دریو کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.
د نشهيي توکو په تړاو د نیولشویو کسانو راپورونه داسې مهال ورکول کېږي چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د کوکنارو او هر ډول ورته توکو پر کښت، پلور، استعمال او قاچاق کلک بندیز لګېدلی دی.