د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ملګرو ملتونو په عمومي مجمع کې د یو شمېر هېوادونو له لوري د افغانستان امنیتي ثبات، له نشهيي توکو سره د مبارزې او اقتصادي ودې په برخه کې د اسلامي امارت هڅې د ستاینې وړ بلل شوې دي.
وزارت په دې خبرپاڼه کې هغه پرېکړهلیک، چې د افغانستان د وضعیت په تړاو وړاندې شوی، رد کړی دی.
د وزارت خبرپاڼه څرګندوي چې په یاده پرېکړهلیک کې د بشري وضعیت په اړه ځمکني واقعیتونه نه دي منعکس شوي او د تصویب پر مهال د اسلامي امارت لیدلوری له پامه غورځول شوی دی. د بهرنيو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې زياته کړې، چې له دې ټولو سره سره به، اسلامي امارت د دغه پرېکړهلیک منځپانګه او سپارښتنې د اسلامي ارزښتونو او ملي مصالحو پر بنسټ و ارزوي.