د امریکا د تگزاس ایالت چارواکي وایي، چې وروستیو سېلابونو کې د مړو شمېر ۹۶ کسانو ته لوړ شوی دی.
راپورونه ښيي، چې په وژل شويو کسانو کې لسګونه ماشومان هم شامل دي.
ويلکېږي، چې د ژغورنې ډلې لا هم د سېلاب له امله د بېدرکه شویو کسانو د موندلو هڅې کوي.
چارواکي وايي، د سېلابونو له امله ګڼ کورونه ویجاړ شوي او زرګونه خلک بېځایه شوي دي.