د خواف ـ هرات د وسپنې پټلۍ څلورمې قطعې د لومړي فاز رغنیزې چارې ۸۷ سلنه بشپړې شوې دي.
د ټولګټو وزارت وياند محمد اشرف حقشناس وايي، دغه فاز ۴۳ کیلومتره اوږدوالی لري او د ياد وزارت له لوري د یوه قزاقستاني شرکت په همکارۍ رغول کېږي.
تر دې مهاله د پروژې د زیربنايي برخې ۹۶ سلنه، د ریل نصب ۸۵ سلنه او د پلګوټو جوړولو ټولې چارې بشپړې شوې دي.
د نوموړي په وينا، د رباط پریان په سیمه کې یو عصري تمځای او د تګ راتګ ۶ ځایونه هم په پلان کې دي، چې رغنیزې چارې یې روانې دي. د ټولګټو وزار وايي، چې د یادې پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان د وسپنې پټلۍ له لارې له سیمې او نړۍ سره ونښلول شي او د سوداګریزو توکو لېږد به نور هم چټک او ارزانه شي.