ډېر لوستل شوي

روسي شرکتونو د افغانستان لپاره د ګرځندوی اوونيز سفرونه وړاندې کړل

يو شمېر روسي رسنيو راپور ورکړی، چې د دې هېواد ګرځندوی شرکتونو تازه افغانستان ته د اوونيزو سفرونو فرصتونه برابر کړي، چې بيه يې شاوخوا ۳۰۰۰ امريکايي ډالرو ته رسېږي.

دغو رسنيو ليکلي، چې د افغانستان د ګرځندوی فرصتونو بازار په روسيه کې تود شوی او له خلکو سره د سفر ليوالتيا هم لوړېدونکې ده.

دا اقدام له هغه وروسته شوی، چې د مسکو له لوري د اسلامي امارت حکومت په رسميت وپېژند او د افغانستان د ګرځندوی بازار ته پام‌لرنه زياته شوې ده. د ويلو ده، تېره اوونۍ روسيه د نړۍ لومړی هېواد شو، چې د اسلامي امارت حکومت يې په رسميت وپېژند او د دواړو هېوادونو سياسي، اقتصادي او سوداګريزو اړيکو لا پراختيا ته يې لار برابره کړه.

اړوند خبرونه