د امریکا د فلادلفیا ښار پولیس وایي، د ښار په سوېل کې د یوه تازه وسلهوال برید له امله درې تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
فاکس نیوز د پولیسو په حواله راپور ورکړی، چې په دې پېښه کې وژل شوي کسان ځوانان دي او د ټپیانو له ډلې د ځینو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
سیمهييز چارواکي وایي، بریدګر له سیمې تښتېدلی او پولیسو یې د نیولو هڅې پیل کړې دي.
دا برید داسې مهال کېږي، چې دوه ورځې وړاندې هم په فلادلفیا کې په یوه بله وسلهواله پېښه کې ۸ تنه ټپیان شوي وو. په دې وروستیو کې په امریکا کې د وسلهوالو بریدونو شمېر زیات شوی، چې له امله یې د خلکو اندېښنې ورځ تر بلې ډېرې کړې او د تاوتریخوالي د کنټرول لپاره پر حکومت فشارونه هم زیات شوي دي.

