د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، چې د هېواد له بېلابېلو پولو څخه تېره ورځ ټولټال ۲زره ۵۵۵ کورنۍ چې غړي یې ۱۶ زره ۷۶۴ تنه کېږي، هېواد ته راستانه شوي دي.
د ياد کمېسيون راپور ښيي، چې د تورخم، سپینبولدک، ورېښمو، اسلامکلا او نورو لارو له لارې راستنو شويو کډوالو ته د ثبت، لیږد، مالي مرستو، عامه پوهاوي، روغتیا او د مخابراتو په برخو کې اړین خدمتونه برابر شوي دي.
د راپور له مخې، ۲۵۶۷ کورنیو ته مالي مرستې، ۵۴۶ کورنۍ خوندي لیږدول شوې، ۷۲۶ سیمکارتونه وېشل شوي او سلګونه تنه کډوالو روغتیایي خدمتونه ترلاسه کړي دي. د کمېسیون د معلوماتو له مخې، دا لړۍ دوام لري او هڅه کېږي، چې ټولو راستنو شويو کډوالو ته لازم خدمتونه پر وخت ورسول شي.