د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر، مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان له مشرې «میهیونګ پارک» سره په کتنه کې د راستنېدونکو افغانانو اړوند پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې د مولوي عبدالکبیر له قوله ویل شوي چې د کډوالو نړیوال سازمان په مشرۍ ادارې او موسسې په هرات او نیمرزو ولایتونو کې کار کوي او که اړتیا شي، نورو سیمو ته به هم خپل فعالیت وغځوي.
په دې کتنه کې «میهیونګ پارک» په اسلامکلا او نیمروز کې د کډوالو نړیوال سازمان د فعالیت لپاره د ځمکې وړاندیز کړی او د کډوالو د ثبت اړوند طرحه او نظرونه د کډوالو چارو له وزیر سره شریک کړي دي.
د کډوالو چارو وزارت په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې مولوي عبدالکبیر د کډوالو نړیوال سازمان پر وړاندیزونو د بیاکتنې یادونه هم کړې ده.
د نوموړي په وینا چې د کډوالو چارو د وزارت ټيمونه په پولو کې فعالیت کوي او د خدماتو لپاره لا ډېرو نړیوالو مرستو ته اړتیا ده.
مولوي عبدالکبیر د کډوالو نړیوال سازمان له مشرې سره په کتنه کې دا هم ویلي چې اسلامي امارت له خپلو امکاناتو راستنېدونکو افغانانو ته خدمات پیل کړي او پر هرات سربېره نیمروز ته هم روغتیایي او نور خدمات رسیدلي دي.