د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین، مولوي محمدیونس راشد د امید راډیو په مناظره کې د هېواد د ځوانانو د فکري اصلاح او اقتصادي پیاوړتیا اړوند پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړي او ویلي یې دي چې د ځوانانو لپاره د کارموندنې بېلابېل پروګرامونه پیل شوي دي.
مولوي راشد ویلي چې اسلامي امارت د ځوانانو هراړخیز لاسنیوي ته ژمنتیا لري او د دوی د ملاتړ لپاره یې په پلازمېنه کابل او یو شمېر ولایتونو کې ځینې پروګرامونه هم پیل کړي دي.
نوموړي د ځوانانو لپاره د انلاین کاروبار برابرولو ته په اشارې ویلي چې دا مهال اطلاعاتو او کلتور وزارت له اړوندو وزارتونو سره په همغږۍ په فریلانسېنګ برخه کې شاوخوا ۱۰۰۰ کسان روزلي دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین همداراز د امید راډیو له لارې هغو ځوانانو ته هم د کاري فرصتونو د برابرولو ډاډ ورکړی چې په وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي دي.
د مولوي محمد یونس راشد په وینا چې د ځوانانو چارو معنیت د راستنېدونکو ځوانانو لپاره د کډوالو چارو وزارت سره په همغږۍ د فکري اصلاح او اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې د ښوونیزو پروګرامونو د پليکولو پر طرحو کار پیل کړی دی.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین ځوانان د ټولنې مهم قشر بللی او په نظامجوړونه کې یې د دوی رول اساسي ښودلی دی.