ډېر لوستل شوي

ټرمپ: اوکراین ته به نورې دفاعي وسلې واستوو

د امريکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې هېواد به يې اوکراین ته د دفاعي وسلو لېږد ته دوام ورکړي، څو دغه هېواد وکولای شي خپل ځان له روسي يرغل څخه وساتي.

ټرمپ دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ داسې مهال کړې، چې څو ورځې وړاندې پنټاګون اعلان وکړ، د ځينو وسلو لېږد ځنډوي، ځکه د دوی په وينا د امريکايي وسلو زېرمې کمې شوې دي.

ټرمپ زياته کړې: “موږ به اوکراین ته دفاعي وسلې واستوو، چې هغوی خپل ځانونه وساتلای شي. “

دغه اقدام وروسته له هغې کېږي، چې د متحده ایالتونو له لوري د اوکراین لپاره د ځينو مهمو پوځي مرستو لېږد يو مهال ودرول شو؛ خو اوس د ټرمپ له لوري د نویو وسلو د استولو ژمنه د امريکايي ملاتړ د دوام نښه بلل کېږي.

اړوند خبرونه