د فلسطین حماس جهادي غورځنګ د صهيونيست اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وروستۍ څرګندونې، چې د غزې د تسلیمېدو او د یرغمل شویو کسانو د غیر مشروط خوشې کولو په اړه وې، رد کړې دي.
د حماس جهادي غورځنګ د سیاسي دفتر غړي عزت الرشق ویلي، چې د نتنیاهو خبرې پر واقعیتونو ولاړې څرګندونې نه دي، بلکې د ماتې یو رواني انعکاس دی.
نوموړي ټینګار کړی چې د یرغمل شویو کسانو خوشې کول به یوازې د حماس د شرایطو له مخې ترسره کېږي او د غزې د تسلیمېدو هر ډول تصور یې رد کړی دی. په ورته مهال، نتنیاهو بیا ویلي چې جګړه به تر هغه روانه وي، چې د حماس جهادي غورځنګ له منځه نه وي تللی او ټول یرغمل شوي کسان خوشې شوي نه وي.