د افغانستان بانک وایي چې د یاد بانک سرپرست، نوراحمد اغا د اسلامي مالي خدماتو بورډ ۲۳مې کلنۍ غونډې په څنډه کې د اسلامي مالي خدماتو د بورډ له مشر «غیاث شبسیغ» سره په کتنه کې د بانکي سکټور پر مدیریت خبرې کړې دي.
د افغانستان بانک په اعلامیه کې ویل شوي چې نوراحمد اغا په دې کتنه کې د شریعت د اصولو پر اساس د افغانستان د بانکي سکتور د لا ښه مدیریت، ظرفیتلوړونې او ښونیزو پروګرامونو په اړه بحث کړی دی.
سرچینې لیکلي چې د افغانستان بانک سرپرست د هېواد بانکي سکټور په برخه کې د اسلامي مالي خدماتو بورډ د همکاریو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان بانک د اعلامیې له مخې چې د اسلامي مالي خدمتونو د بورډ ۲۳مه کلنۍ غونډه د روانې جولای له ۱ – ۳ د اسلامي هېوادونو د ۳۴ مرکزي بانکونو د استازو په ګډون، د مراکش پلازمېنه رباط کې جوړه شوې وه.