د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسرائيل لومړي وزير بنیامین نتنیاهو پرون ماښام یو ځل بیا په سپینه ماڼۍ کې سره وکتل. دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دواړو مشرانو دويم ملاقات و.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا لیدنه څه باندې یو ساعت روانه وه او دواړو لوريو پکې د غزې پر روان وضعیت خبرې کړې دي.
ټرمپ د ملاقات تر مخه خبریالانو ته د غزې جګړه یو “ناورین” بللی او زیاته کړې یې ده چې دواړه خواوې هڅه کوي د شخړې د پای ته رسولو لپاره حل پیدا کړي. د دې ملاقات سره هممهاله داسې راپورونه خپاره شوي چې د غزې جګړې ښکېلې خواوې د امریکا په منځګړیتوب د یوه دوه میاشتني اوربند پر وړاندیز شوې طرحه غور کوي.