ډېر لوستل شوي

د ترکیې د دفاع او بهرنیو چارو وزیران اسلام‌اباد ته ورسېدل

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان او د دفاع وزیر یاسر ګولر له خپل مل پلاوي سره اسلام‌اباد ته ورسېدل. دوی د سه شنبې په ورځ د یوه رسمي سفر په موخه پاکستان ته تللي دي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او لوېدیځې آسیا د چارو مرستیال سید علي اسد ګیلاني یاد پلاوی د اسلام‌اباد په نړیوال هوايي ډګر کې هرکلی کړی دی.
تمه کېږي چې د ترکیې لوړپوړی پلاوی به د خپل سفر په لړ کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف، د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار او د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر سره جلا جلا لیدنې وکړي.
دواړه خواوې به د دوه اړخیزو اړیکو د پراختيا، سیمه‌ییز امنیت، اقتصادي همکارۍ او دفاعي اړیکو پر پراخولو خبرې وکړي.

اړوند خبرونه