ټولګټو وزارت خبر ورکړی چې د یاد وزارت د اوسپنیزې کرښې مرستیال، مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د اوسپنې پټلۍ په نړیواله غونډه کې د ګډون په موخه چین ته تللی دی.
ویل کېږي، د چین په کوربهتوب دا غونډه د بېلابېلو هېوادونو د ۳ زره استازو په ګډون ترسره کېږي چې د دې برخې اړوند به پکې پر بېلابېلو مسایلو خبرې وشي.
ټولګټو وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د دې غونډې ګډونوال به په نړیواله کچه د اوسپنې پټلۍ د صنعت پر ودې، د ريل پټلۍ له لارې د انتقالاتو د پراختيا، تخنيکي نوښتونو، ظرفيتلوړونې، د نويو پانګوالو د جذبول او د لوړ سرعت لرونکو رېل پټلیو د اوسنيو پرمختګونو ارزونه وکړي.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي: “ګډونوال به د رېل پټلۍ په برخه کې وروستۍ پرمختللې ټکنالوژۍ نندارې ته وړاندې کړي او د راتلونکي لپاره به يو روښانه انځور چمتو کړي.”
ټولګټو وزارت دا لويه غونډه د سيمې او نړۍ د رېل پټلۍ د لوړپوړو مسوولینو ترمنځ د خبرو او نظرونو د تبادلې ګټور پلټفورم بللی چې د رېل پټلۍ پر پرمختګ به مثبت اغېز ولري. د ویلو ده چې افغانستان د ۲۰۱۳م کال د ډسمبر په ۱۲مه د اوسپنې پټلۍ د نړيوالې اتحاديې UIC)) غړيتوب ترلاسه کړی دی.