د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، چې راستنو شويو افغان کډوالو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو کمېټې نوبتي غونډه د يو شمېر وزارتونو استازو په ګډون وشوه.
د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د کارې زمينې برابرولو په موخه د نږدې ۲ زره راستنو شويو افغان کډوالو مشخصات له دولتي ادارو سره شريک شوي دي.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت د يادې لړۍ په دوام ټينګار کړی او له ټولو دولتي ادارو يې غوښتي چې له راستنو شويو کډوالو سره د کاري زمينو په برابرولو کې لازمه همکاري وکړي.
دا په داسې مهال ده، چې په تېرو څو ورځو کې له ايرانه په زره ګډون افغان کډوالو بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي او د اسلامي امارت د مسوولينو له لوري د لومړنيو مرستو وروسته خپلو اصلي مېنو ته هم لېږدول شوي دي.