د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا (پنجشنبې، چنګاښ ۱۸مه) په ۱۴ ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو اټکل کړی دی.
د هواپېژندنې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې سبا په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، پروان، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزنی، میدانوردګ او بامیان ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو د پېښېدو اټکل شته.
سرچینې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۰ – ۳۰ ملي مترو پورې اټکل کړې ده.
د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت په خبرپاڼه کې همداراز د هېواد په شمالي، شمالختیځو، لوېدیځو، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو خبرداری هم ورکړی چې سرعت به یې په یو ساعت کې له ۵۰ – تر ۸۵ کیلو مترو پورې وي. دا په داسې حال کې ده چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د ننګرهار په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د سېلابونو له امله هېوادوالو ته ځاني او درانه مالي زیانونه واوښتل.