ډېر لوستل شوي

له تېر یو کال راهیسې د فراه ولایتي روغتون کې له ۵ زرو زیات وړیا جراحي عملیات شوي

عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې سږ کال د یاد وزارت اړوند فراه ولایتي روغتون کې ۵ زره ۱۰۶ وړیا جراحي عملیاتونه شوي دي. 

د روغتیا وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې په دې کې ۲ زره ۳۳۷ لوی او ۲ زره ۷۶۹ کوچني جراحي عملیات شامل دي. 

د خبرپاڼې له مخې چې دا جراحي عملیات د افغان متخصصو ډاکټرانو له لوري وړیا او بریالي شوي دي.  

په دې سربېره د فراه ولایتي روغتون کې ۱۷۷ زره ۹۰۷ ناروغانو ته په وړیا توګه سراپا (OPD) او ۳۴ زره ۲۳۷ ناروغانو ته داخل بستر (IPD) خدمات هم وړاندې شوي دي.  

روغتیا وزارت څو ورځې مخکې په بغلان ولایتي روغتون کې له تېر یو کال راهیسې د ۵ زره ۵۳۸ وړیا جراحي عملیاتو د ترسره‌کېدو خبر ورکړی و.

اړوند خبرونه