ډېر لوستل شوي

مسکو کې د افغانستان ا.ا سفیر له مېشتو افغانانو سره د پېژندنې ناسته کړې

په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر مولوي ګل حسن حسن، په کوربه هېواد روسیه کې له مېشتو افغانانو سره د پېژندنې ناسته کړې ده.

په روسيه کې د افغانستان سفارت ويلي، ښاغلي حسن په دې ناسته کې د روسیې وروستی دریځ ستايلی او هیله یې ښودلې چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په برخه کې دا ګام به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا سبب شي.

مولوي ګل حسن حسن ډاډ ورکړی چې له خپل ټيم سره به په ګډه هڅه کوي، څو په روسیه کې مېشتو افغانانو ته اغيزمن خدمتونه وړاندې کړي او د دوی ستونزو ته پر وخت رسیدنه وشي.

سرچينه زياتوي، په ناسته کې د ګډونوالو په استازولۍ قومي مشرانو او محصلینو هم د روسیې د دریځ هرکلی کړی او تمه یې ښودلې چې دا اقدام به د دواړو هېوادونو د اړیکو تر څنګ، د افغان کډوالو ستونزو ته د حل زمینه هم برابره کړي.

اړوند خبرونه