د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت سرپرست مولوي حمیدالله آخوندزاده د هرات ولایت د اسلامکلا بندر ته په سفر کې له ایران څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو وضعیت له نږدې کتلی او د خدمتونو بهیر یې ارزولی دی.
ځايي مسوولينو د ښاغلي اخوندزاده د سفر موخه د ترانسپورټ کمېټې د فعالیتونو څار، د همغږۍ د کچې ارزونې او له کډوالو سره د مرستو څرنګوالی ښودلی دی.
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت سرپرست د همکارو ادارو، خیریه بنسټونو او عامو خلکو له همکارۍ مننه کړې او زیاته کړې يې ده، چې د همدې ګډو هڅو په پایله کې د کډوالو د خدمت چارې په منظم او منسجمه توګه پرمخ روانې دي.
مولوي آخوندزاده ډاډ ورکړی چې د کډوالو د شمېر ډېرېدو پر مهال چمتو دي، چې خدمتونه لا پراخه کړي او د اړتیا وړ اسانتیاوې زیاتې کړي. بللور، یو شمېر راستنېدونکو کډوالو هم د خپلو څرګندونو پر مهال د اسلامي امارت له لوري د ترسره شویو اقداماتو قدرداني کړې او زياته کړې يې ده، چې د اسلامکلا بندر ته تر رسېدو وروسته، له هیڅ ډول ستونزې سره نه دي مخ شوي او د لېږد بهیر يې هم په ښه منظمه توګه ترسره کېږي.