د عامي روغتيا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي ویلي، چې د هېواد مسلکي جراحان باید بېرته هېواد ته راستانه شي، ځکه اوسني شرایط د کار او خدمت لپاره مناسب شوي دي.
د اميد راډيو خبريال د جرحانو په لومړی کنګره کې د ښاغلي جلالي په حواله ليکلي: “د بېلابېلو لاملونو له امله ګڼ شمېر افغان متخصص ډاکتران له هېواده وتلي؛ خو اوس چې امنیت تأمین دی، باید بېرته راستانه شي.”
د عامې روغتيا وزارت سرپرست له هېواد څخه وتلو افغان متحصص ډاکټرانو ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت دوی ته په دولتي او خصوصي برخو کې د کار زمينې برابرو په برخه کې ژمن دی. مولوي نورجلال جلالي ټينګار کړی چې طبابت بايد د سوداګري وسيله نه شي، افغانان له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او که څوک له دې حالت څخه ناوړه استفاده کوي، قانوني چلند به ورسره وشي.