په میدان وردګو ولایت کې د اسلامي امارت زعيم امیرالمؤمنین حفظهالله د ۱۷مې شمېرې فرمان د هرکلي په موخه غونډه روانه ده، چې موخه یې د ناسمو دودونو مخنیوی او د سالمو ټولنیزو ارزښتونو پیاوړتیا ده.
د اميد راډيو خبريال په دې غونډه کې د میدان وردګو والي قاري بختیار معاذ په حواله وايي، د دغه فرمان هرکلی د ولس د یو اوږدمهاله غوښتنې ځواب دی. “زموږ خلک له کلونو راپدې خوا له ناسمو دودونو ځورېدل او دا فرمان د دغو ټولنیزو ستونزو عملي حل وړاندې کوي. “
د غونډې ګډونوال هم دغه فرمان د ټولنې د اصلاح لپاره یو مهم ګام بللی او ټینګار يې کړی، چې د ناسمو دودونو مخنیوی به د خلکو د ژوند د لا ښه والي لامل شي. یاده دې وي، چې تر دې وړاندې، تیره ورځ غزني ولایت کې هم ورته یوه ستره غونډه شوې وه، چې پکې د یاد فرمان هرکلی شوی و.