د بشر له پیدایښت سره سم د کډوالۍ لړۍ هم پیل شوې ده. انسانان د ژوند په بېلابېلو پړاونو او د بېلابېلو دلیلونو له مخې اړ شوي چې خپلې اصلي مېنې پرېږدي او نورو سیمو ته کډوال شي. ښایي څوک له طبیعي پېښو، بل د کاروبار او د خپلو ګټو، کوم بل څوک د زده کړو، عقیدې او په نورو سببونو خپل وطن پرېږدي.
افغانان هم د کډوالۍ او مهاجرت اوږده مخینه لري. افغانان وخت په وخت د جګړو، فقر، بېوزلي او د پردیو د تاړاکونو په سبب اړ شوي چې یا د هېواد دننه خپلې مېنې یو خوا بل ولېږدوي او یا د نړۍ لرو پرتو هېوادونو ته لاړ شي. پردیو تاړاکونو نه یوازې زموږ د وخت دولتونه نړولي، بلکې زموږ سرمایې او ماغزه یې هم فرار ته اړ کړي. پردي تاړاک او تبعید د ابن سینا، جلال الدین بلخي او سیدجمال الدین افغان غوندې شخصیتونه هم د نورو په دیار کې دېره کړل چې اوس یې په سپین سترګي خپل سړي ګڼي.
بدبختانه افغانان اوسمهال په ګاونډیو او نورو اروپایي هېوادونو کې تر ډول ډول ګواښونو، سرخوږیو او سپکو سپورو لاندې ژوند کوي. هغو هېوادونو چې زموږ د مېلمانه پالنې ویاړ یې درلود، دا ویاړ یې په خپل ناانساني چلند په اوبو یووړ. حتی د زړه په وینو ګټلی مال ترې ستنوي او تش لاس یې هېواد ته رالېږي. داسې هم شوي چې ځیني هېوادوال د رسمي اسنادو باوجود هم اړ شوي چې کوربه هېواد پرېږدي.
بلخوا، د اسلامي امارت په بیاواکمنۍ کې لسګونو زرو افغانانو بېرته خپلو مېنو ته زړه ښه کړی او راغلي. افغان حکومت هم په ګاونډیو هېوادونو او نورو هېوادونو کې مېشتو افغانانو باندې بیا بیا غږ کړی چې هېواد کې یې سرومال خوندي، پت یې پر ځای او باید په پردیو هېوادونو کې د سپکوونکي چلند پر ځای خپل هېواد ته لومړیتوب ورکړي. ښایي د افغانستان په تاریخ کې به لومړی ځل وي چې یو نظام د راستنېدونکو افغانانو په دغه کچه شانداره هرکلی کوي او خپله غېږه ورته پرانیزي. تېر کال له پاکستانه راستنېدونکي کډوال ونازول شول، پنډغالو کې مېشت شول او د افغانستان لرو لرو سیمو ته په حکومتي موټرونو کې وروسول شول.
د ایران او پاکستان په ګډون یو ځل بیا د افغانانو د اېستلو لړۍ چټکه شوې ده. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند ویلي چې د نوي لېږدیز لمریز کال د پیل راهیسې له ایران، پاکستان او ترکیې هېوادونو څخه شاوخوا یو نیم میلیون افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. د شمېرو له مخې یوازې په تېره یوه میاشت کې له ایرانه نیم میلیون افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند مفتی عبدالمطلب حقاني په ټینګار ویلي چې کډوالو وزارت دغو هېوادوالو ته ټولې اسانتیاوې، خوراکي او غیرخوراکي توکي او نغدي مرستې رسولي دي. نوموړي همداشان ویلي چې دغه کډوال یې په لنډمهالو پنډغالو کې مېشت کړي دي.
د کډالو پر وړاندې د حکومت او خلکو ګډ مسوولیتونه
افغان کډوال اوسمهال بېړنیو مرستو او د افغان حکومت او خلکو لاسنیوي ته شدیده اړتیا لري. اسلامي امارت خپل ټول امکانات پر کار اچولي؛ تر څو د راستنېدونکو هېوادوال حق او مېلمه پالنه پر ځای کړي. اسلامي امارت او همکارو بنسټونو د راستنېدونکو افغانانو مالي ملاتړ کړی او لا یې هم کوي. دې برخه کې د ملګرو ملتونو ونډه او همکاري بیخي اړینه ده. د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري باید د کډوالو په برخه کې خپله بسپنه د نورو حکومتونو په لاس کې ورنه کړي. باید دغه بسپنه افغان حکومت ته وسپارل شي؛ تر څو حق حقدار ته وسپارل شي. خو د مالي ملاتړ سربېره راستانه شوي هېوادوال رواني تکیې او خوندیتوب ته هم پوره پوره ضرورت لري. موخه دا ده چې دا هېوادوال باید په هېڅ ډول ذهني اذیت ونه ویني، نه یې څوک په خبرو پسې وپسخیږي، نه یې په لهجو رشخند ووهي.
د افغان کډوالو لاسنیوی په یوازې ځان د حکومت مسوولیت هم نه دی، بلکې دې برخه کې زموږ او ستاسو مسوولیت هم شته. لومړی دا چې د راستنوشویو هېوادونو ښه هرکلی وکړو او په غوره الفاظو او مېلمه پالنې یې زړونه وګټو. همداشان هر هېوادوال چې ډېره وړه مادي او معنوي مرسته هم کولی شي، له دوی دې نه سپموي. خدانخواسته که مرسته نه شو کولی، نو په خواله رسنیو کې یې په بدو خبرو، طنزي او له ملنډو په ډکو پوسټونو بدرګه نه کړو. دا په رواني لحاظ دا هېوادوال ژوبلوي او خدای مه کړه له هېواده یې زړه توري کوي. دوی ته باید وخت ورکړل شي چې په طبیعي او تدریجي ډول ددې خاورې او خلکو خوی بوی واخلي. د کورونو او هټیو د مسوولینو ازموینه به هم اخیستل کیږي او وبه ګورو چې په اخلاقي توګه موږ په کومه کچه کې یو. ایا له مجبور هېوادواله او مسلمانانه د تن غوښې شکوو او که یې پر وړاندې انساني او اسلامي مسوولیت ترسره کوو؟
طبیعي ده چې دوی خپل ټاټوبي او اصلي کور ته راستنېدونکي دي، خو دا چې له ډېر وخت وروسته راستنیږي، نو پرېشاني به ورسره وي، له کور کلي سره به نااشنا وي، اصول، راکړه، ورکړه، ښاري چاپېریال، تګ، پېر، پلور او هر څه کې به یو څه وخت ستونزې لري؛ خو په هېڅ ډول باید ونه رټل شي او نه هم خندا او سپکاوی ورته وشي. دوی ته باید وخت ورکړل شي چې په طبیعي او عادي ډول په خپلو ټولنو کې مدغم شي. تر ټولو مهمه دا ده چې دوی له هویتي بحران راوځي، د اسلامي نظام تر چتر لاندې ساه اخلي او ورو ورو له خپل نظام او خلکو سره بلدیږي.
همداشان لومړی باید د دوی د استوګنې، سرپناه، ډوډۍ او کار غمه وخوړل شي. هر هېوادوال کولی شي چې تر ممکنې کچې د کډوالو لاسنیوی وکړي، کور کلي کې ځای ورته وګوري، په کرایو کې ورسره پوره همکاري وکړي او د کاروبار لارې چارې وروښیي. همدارنګه افغان حکومت ته پکار دي چې ددغو کډوالو له ډلې مسلکي کسانو ته پر وخت دندې ورکړي او تش بستونه پرې ډک کړي. همداشان دې افغان حکومت بې ځمکو کډوالو ته پر وخت ځمکې ووېشي؛ تر څو شډل ځایونه پرې اباد او پراختیا رامنځته شي.
نړۍ کې د افغانانو کډوالي
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې دا مهال په ټوله نړۍ کې افغانان درېیمه ستره توکمیزه ډله ده چې ډېر کډوال لري. د دغه سازمان د ارقامو له مخې د افغان کډوالو شمېر اوسمهال په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۷ میلیونو ته رسیږي. په تېر ۲۰۲۴ کال کې پاکستان د کډوالو د ټولو نړیوالو نورمونو پر خلاف د افغانانو اېستنې ته ملا وتړله. دغه هېواد حتی له افغانانو خپل ګټلي مالونه هم ستانه کړل. پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو ژوند له ستونزو او شواخون ډک دی. اوسمهال پاکستان کې شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانان ژوند کوي، چې ډېری یې له پخوا راهیسې هلته مېشت دي. په ټوله کې، ایران او پاکستان کې د افغانانو وضعیت خورا کړکېچن دی. افغان کډوال اوس په یادو هېوادونو کې له ډله ییز اخراج، توهین او بېکارۍ سره مخ دي. په یادو دواړو هېوادونو کې مېشت افغانان د سوداګرۍ، کار، زده کړو او نورو اجازه نه لري. همدارنګه ګڼ شمېر افغانان په اروپایي هېوادونو کې هم مېشت دي. نورو هېوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ لاملونه ګڼ دي چې تر ټولو عمده یې اوږدمهالې جګړې، فقر او بې ثباتي ده. اسلامي امارت تل بهر کې پر مېشتو افغانانو غږ کړی چې بېرته خپل هېواد ته راوګرځي او دلته پتمن ژوند غوره کړي. افغان حکومت همدارنګه پر هغو افغان سوداګرو او پانګوالو هم غږ کړی چې د نورو هېوادونو پر ځای په خپل هېواد کې پانګونه وکړي.
پایله
تهران په دې وروستیو کې د افغان کډوالو ډله ییز اخراج ته مخه کړې ده. په هغو ویډیوګانو او انځورونو کې چې په خواله رسنیو کې خپریږي، ښیي چې دې هېواد له یو شمېر افغانانو سره بد چلند کړی او حتی وهلي ټکولي یې دي. دا هېواد باید د افغان حکومت هغه احسان هېر نه کړي چې په سخته ورځ یې حجاجو ته په خپل هېواد کې اجازه ورکړه او د هرات له لارې خپل هېواد ته ستانه شول. همداشان افغان حکومت د ایراني حاجیانو یو میاشتنۍ ویزه هم بښلې وه. هغه هېوادوال چې په نورو هېوادونو کې مېشت دي، باید پوه شي چې پرديو هېوادونو کې مال او ځان په زیان کې دی. همداراز باید پوه شي چې د هویت له محوې سره مخ دي. افغان حکومت تل پر افغان کډوالو هېواد ته د راستنېدو غږ کړی او د بشپړې همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی. په لنډه توګه ویلی شو چې د افغان کډوالو پر وړاندې د ملګرو ملتونو، افغان حکومت او افغان ملت مسوولیتونه درانه دي او باید هر لوری افغان کډوالو سره اسانچاري وکړي.