ډېر لوستل شوي

په تکزاس کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر له سلو واوښت

د امریکا د تکزاس ایالت په مرکزي برخو کې د ناڅاپي سېلابونو له امله د مړو شمېر لږ تر لږه ۱۰۹ تنو ته رسېدلی، چې زیات شمېر پکې ماشومان دي.

د رویټرز د راپور له مخې، دا سېلابونه د تکزاس “هیل کنټري” سیمه سخته زیانمنه کړې، او د ژغورنې ډلې لا هم په ويجاړو شويو سيمو کې د ورکو کسانو د موندلو هڅې کوي.

د تکزاس والي ګریګ ابټ د ورکړل شويو شمېرو له مخې ویلي چې له پېښې څلور ورځې وروسته هم د ۱۸۰ کسانو درک نه دی معلوم او دوی لادرکه شمېرل کېږي. یاده پېښه د وروستیو لسیزو په اوږدو کې په امریکا کې له تر ټولو وژونکو سېلابونو څخه ګڼل شوې ده.

اړوند خبرونه