د امنيتي او تصفيوي چارو د مرکزي کمېسيون نوبتي غونډه د کمېسيون مرستيال او د کورنيو چارو وزارت اداري معين، ملا رحمت الله نجيب په مشرۍ ترسره شوې ده.
د یاد کمېسیون په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې غونډه کې د هېواد پر عمومي امنيتي وضعيت هر اړخيز بحث شوی او ګډونوالو د روانو پرمختګونو د ارزونې ترڅنګ له شته امنیت څخه ډاډ څرګند کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې چې په یاده غونډه کې له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنېدونکو افغانانو ته د امنيتي ځواکونو د خدماتو پر څرنګوالي بحث شوی او په بشپړ اخلاص او ژمنتیا سره د راستنېدونکو هېوادوالو پر پالنې ټینګار شوی دی.
د یاد کمېسيون غړو اړوندو امنيتي ادارو ته سپارښتنه کړې چې د راستنيدونکو افغانانو ته هراړخيز امنيت او لازمې اسانتياوې برابرې کړي. د ویلو ده چې له تېرو څو اوونیو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو راستنېدل په کمسارې توګه زیات شوي دي.