د کورنیو چارو وزارت سرپرست، خلیفه سراجالدین حقاني غزني ولایت د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له ملکي او نظامي مسوولینو سره کتلي او پر بېلابېلو مسایلو یې خبرې کړې دي.
د غزني ولایت مقام په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر د ستونزو د حلکېدو ډاډ څرګند کړی او د اسلامي نظام د ټینګښت په برخه کې یې د غزني د اوسېدونکو مبارزه او هڅې ستایلي دي.
په خبرپاڼه کې د خلیفه سراجالدین حقاني له قوله ویل شوي: “مسوولیت د امانت غوندې زموږ په لاسونو کې دی، موږ باید شکر ادا کړو او د اسلامي نظام د پایښت لپاره خپله ونډه شریکه کړو.”
په ورته وخت کې د غزني مسوولینو د کورنیو چارو سرپرست وزیر ته د هرکلي ترڅنګ د ستونزو د حل په برخه کې د نوموړي له هڅو مننه کړې ده.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست، خلیفه سراجالدین حقاني تر دې مخکې یو شمېر نورو ولایتونو ته هم سفرونه کړي وو او د هېوادوالو د ستونزو تر اورېدو وروسته یې هرې برخو ته د رسېدنې لپاره د اسلامي امارت د هڅو ډاډ څرګند کړی و.