ډېر لوستل شوي

له ترکمنستان څخه د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا د رالېږد په اړه ځانګړې ناسته جوړه شَوې 

د افغانستان برېښنا شرکت د یاد شرکت د رهبرۍ او «افغان انوېسټ» کمپنۍ د مسوولینو ترمنځ د ګډې ناستې خبر ورکړی، چې پکې له ترکمنستان څخه د ۵۰۰ کېلوولټ برېښنا رالېږد پروژې پر تخنیکي اړخونو خبرې شوې دي. 

د برېښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې ‘د افغان انوېسټ کمپنۍ اړوند’ د یادې پروژې برېښنا لېږد ولټاژ وړتیاوو، تخنیکي ارزونو، مطالعاتو او قراردادونو کې د ټاکلو مواردو په اړه هراړخیزې خبرې شوې دي. 

بلخوا د برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس، ډاکټر عبدالباري عمر د یادې پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی، او د ورته ګډو ناستو د جوړولو لپاره یې لازمې سپارښتنې شریکې کړې دي. 

له ترکمنستان څخه د ۵۰۰ کېلوولټ برېښنا رالېږد هغه لویه پروژه ده چې په بشپړېدو سره یې به یې هېواد کې د برېښنا ګڼې اړتیاوې پوره شي. 

د ویلو ده چې د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ تل د دې پروژې پر ژر بشپړتیا ټینګار کړی دی.

اړوند خبرونه