ډېر لوستل شوي

خلیلزاد: د بشري حقونو پلوي د خپل بام واورې د نورو پر بامونو اچوي

په تېر کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د بشري حقونو مدعي هېوادونه ننګولي او په خپلو هېوادونو کې یې له ښځو سره د چلند په تړاو پوښتلي دي.

نوموړي په خپل اېکس د ملګرو ملتونو د وروستي پرېکړه‌لیک مدافعانو ته پیغور ورکړی چې په خپلو هېوادونو کې یې له ښځو او مېرمنو سره کله هم عادلانه چلند نه دی کړی.

نوموړی لیکي چې افغانستان تازه له جګړې راوتی، شتمني یې کنګل ده، له ډله‌‌ییزې کډوالۍ سره مخ دی او له لاسنیوي پرته له لا ډېرو بندیزونو سره مخ دی.  یاده دې شي چې ښاغلي خلیلزداد د ملګرو ملتونو وروستۍ پرېکړه‌لیک نامعقول او شرمناک بللی دی.

اړوند خبرونه