د خوست ولایتي مسوولینو ویلي چې ددې ولایت له هوایي ډګر څخه به ډېر ژر کوېټ هېواد ته سیده الوتنې پيل شي.
د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز د امید راډیو خبریال ته ویلي، کوېټ له متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان وروسته درېیم هېواد دی چې له خوست څخه به ورته سیده الوتنې کیږي.
وړاندې ویل شوي چې دا الوتنې به د روانې جولای میاشتې په ۲۳ مه د کام ایر هوایي شرکت له لوري پیل شي.
یاده دې شي چې ددې شرکت الوتکې به هره چهارشنبه، د خوست ـ کوېټ ترمنځ الوتنې کوي.