د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د قزاقستان جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي مرات نورتلیو سره په کابل کې کتلي دي.
دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، اقتصادي همکاریو، سیمهییزو فرصتونو، ترانزیټي پروژو او سیاسي ښکېلتیا په تړاو هراړخیزې خبرې اترې کړي دي.
مولوي امیرخان متقي د افغانستان اړوند د قزاقستان جمهوریت له مثبت دریځ مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې د سیاسي او اقتصادي تعامل د لا پراختیا په موخه له شته فرصتونو ګټه واخیستل شي.
کابل ته د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر په لومړي ځل سفر کړی او ټول هېواد کې یې له امنیت ډاډ څرګند کړی دی. ښاغلي نورتلیو ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره سیاسي اړیکو ، اقتصادي او علمي همکاریو پراختیا ته ژمنتیا لري. نوموړي وړاندې څرګنده کړې: قزاقستان غواړي په اوږد مهال کې د افغانستان په ثبات، ترانزټ د خوړو امنیت او په ټوله کي په هر اړخیز پرمختګ کې مثبت رول ولوبوي.
ددې کتنې په پای کې دواړو خواوو د تورغونډي – هرات وسپنۍ پټلۍ په برخه کې په لاسلیک شوې هوکړې خوښي ښودلې او د کارونو پر ژر پیل یې هوکړه کړې ده.