د ازموینو ملي ادارې مسوولینو ویلي چې د روان ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینې په رسمي ډول پای ته رسېدلي دي.
سږنی کانکور د څوارلسمفارغو، له پولې دباندې، قبایلو، د تېرو کلونو ناسوبو، دیني مدرسو او د شپې پوهنځیو د داوطلبانو په ازموینې سره پای ته رسېدلي دي.
د سږني کانکور په وروستۍ ازموینه کې د ازموینو ملي ادارې مسوولینو، د کابل پوهنتون محصلانو چارو مرستیال او ددې پوهنتون استادانو ګډون کړی وو.
د ازموینې ملي ادارې غړو ویلي چې د سږني کانکور پایلې به هم د تېرو کلونو په پرتله په رڼه ډول اعلان شي. یاده دې شي چې د سږکال کانکور په څلورو پړاوونو کې اخیستل شوی چې درې پړاوه یې ولایتونو، یو یې کابل ولایت او درېیم پړاو یې ناسوبو، دیني مدرسو، اختصاصي او د شپې پوهنځیو داوطلبانو په ګډون پای ته ورسېد.