ډېر لوستل شوي

صهیونېست رژیم تر بوسو لاندې اوبه تېروي

غزه کې د اوربند راوستو په موخه د هڅو سربېره صهیونېست رژیم دا سیمه تر پرلپسې بریدونو لاندې ساتلې ده.

یاد رژیم تېرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا سلو فلسطینیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. دې بریدونو کې لږ تر لږه۸۲ تنه شهیدان او ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

په پرونیو وحشیانه بریدونو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ورته وخت کې حماس د غچ اخیستنې ګواښ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې صهیونېست رژیم ژمنه کړې وه چې استازي به یې پر اوریند مذاکرات وکړي.

اړوند خبرونه