ډېر لوستل شوي

ټرافیکي پېښې د واده خوښي په ویر واړوله

بدخشان کې تېره شپه یوې ټرافیکي پېښې د زوم او ناوې په ګډون ۵ تنه مړه او ټپیان کړي دي.

دا پېښه د تشکان ـ کشم پر سړک د موټروان د بې غورۍ له کبله رامنځته شوې ده.

 د ورا په دې کرولا موټر کې پینځه تنه سپاره وو چې د یوه ماشوم، زوم او ناوې په ګډون درې تنه مړه او دوه نور سخت زخمیان دي.

د بدخشان د پولیسو ویاند ویلي چې د پېښې ځای ته امنیتي ځواکونو ځانونه چټک رسولي او قربانیان یې روغتون ته رسولي دي.

یاده دې شي چې اوسمهال ټرافیکي پېښې د افغانانو د مړینې لوړ فکټور جوړوي چې ډېری وخت یې عاملین موټرچلوونکي وي.

اړوند خبرونه