د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د ځمکنې ترانسپورټ مرستيال ملا عبدالسلام حیدري په کابل کې د قزاقستان د ترانسپورټ وزارت له مرستيال کالیاکپاروف ماکسات سره ليدلي او د دواړو هېوادونو د ترانسپورټي همکاريو پر پراختيا خبرې کړې دي.
ياد وزارت وايي، په دې لیدنه کې دواړو لوريو د نړیوال ترانسپورټ په هوکړې، د ترانزیټي همکاریو د لا پراختيا او د کابل ـ آستانې ترمنځ د مستقيمو الوتنو د پيل په اړه مفصل بحثونه کړي دي.
ښاغلي حیدري ويلي، چې له قزاقستان سره د ترانسپورټي اړیکو پراختيا د افغانستان د سیمې او نړیوالو همکاریو د پراختیا په ستراتیژي کې مهم ځای لري. ملا عبدالسلام حیدري تمه ښودلې، چې د دغه هوکړو پليکېدل به د دواړو هېوادونو او سیمې ترمنځ په سوداګریزو او ترانزیټي تبادلو کې څرګند بدلون راولي. د قزاقستان د ترانسپورت مرستیال کالیاکپاروف ماکسات هم له افغانستان سره د ترانسپورتي اړیکو د پراخوالي لپاره د خپل هېواد ژمنتیا ښودلې او زياته کړې يې ده، چې هېواد يې د هر اړخیزو همکاریو پیاوړتیا ته چمتو دی.