ډېر لوستل شوي

افغان پلاوي د چین رېل‌پټلۍ په نړیواله کنګره کې ګډون وکړ

د ټولګټو وزارت د وسپنې پټلۍ مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحب‌زاده په چین کې د رېل‌پټلۍ نړیوالو ټولنې (UIC) په دوولسمه کنګره کې ګډون کړی دی.

د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کنګره کې ګډونوالو د رېل‌پټلۍ د پرمختګونو، پراختیا، د ظرفیت لوړونې او ټکنالوژۍ د نوښتونو په اړه بحثونه کړي دي.

په کنګره کې له ۶۰ هېوادونو څخه لوړپوړو چارواکو، د ټکنالوژۍ متخصصینو، څېړونکو او سترو نړیوالو شرکتونو ګډون کړی وو، چې د خپلو نوو څېړنو، تجربو او نوښتونو ننداره یې هم وړاندې کړې. افغانستان له ۲۰۱۳ کال راپدې خوا د رېل‌پټلۍ نړیوالې ټولنې (UIC) فعال غړی دی او هر کال په مهمو تخنیکي او پالېسۍ جوړونکو ناستو کې برخه اخلي.

اړوند خبرونه