په ترکمنستان کې د افغانستان سفارت چارسمبالي فضل محمد صابر د پاکستان له سفیرې ډاکتر فریال لغاري سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو، همکاریو او شته ستونزو د حل پر لارو چارو خبرې کړې دي.
د بهرنيو چارو وزارت د مطبوعاتو او عامه اړيکو رييس حافظ ضياء احمد تکل وايي، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا تر څنګ، په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د وضعیت په تړاو هم خبرې شوې دي.
ښاغلي صابر له پاکستاني لوري غوښتي، چې افغان کډوالو ته د اسانتیاوو برابرولو او افغانانو ته د ویزو ورکړې بهیر لا اسانه کړي.
د پاکستان سفیرې د دواړو هېوادونو ترمنځ ښې اړیکې ارزښتناکې بللې او ژمنهیې کړې، چې د افغان لوري غوښتنې به له اړوندو چارواکو سره شريکې کړي. په کتنه کې دواړو لوريو د دې پر اړتیا ټینګار کړی، چې د شته ستونزو د حل لپاره باید رسمي اړیکې لا زیاتې پراخې او منظمې شي.