ډېر لوستل شوي

ټرمپ تګزاس کې د سېلاب طبیعي پېښه بې‌سارې بللې

د امريکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تګزاس ايالت ته سفر کړی او هلته يې له سېلاب ځپلو سيمو او خلکو سره کتلي دي.

د اسوشېټډ پرس خبري آژانس د راپور له مخې، نوموړي دغه طبیعي پېښه “بې‌سارې” بللې او له زیانمنو کورنیو سره‌یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د راپورونو له مخې، تېره اوونۍ د سختو ورښتونو له امله په “هیل کانتری” سیمه کې سېلابونه راوتلي، چې تر دې دمه یې د ۱۲۹ کسانو ژوند اخیستی او نږدې ۱۷۰ تنه لا هم لا‌درکه دي.

ټرمپ د ایالتي او فدرالي ادارو هڅې ستایلې او زياته کړې يې ده، د يادې پېښې په وړاندې ښه اقدامات ترسره شوي دي.

نوموړي همداراز د سېلاب د قربانیانو له یو شمېر خپلوانو سره د تړلو دروازو تر شا جلا کتنې هم کړي دي. د يادونې وړ ده، چې دا مهال هم د لادکه شویو کسانو د موندنې هڅې روانې دي او ژغورونکو ټيمونو د پاتې کسانو لټون ته دوام ورکړی دی.

اړوند خبرونه