الجزیرې خبر ورکړی چې په غزه کې د اسرائیلي رژیم د نننیو بریدونو له امله ۸۷ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
په خبر کې د غزې د روغتونونو په حواله ویل شوي چې په نننیو شهیدانو کې ۳۴ مرسته ترلاسهکوونکي هم شامل دي.
پر غزې د اسرائیلي رژیم بریدونه داسې مهال دي چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په قطر کې د صهیونیستي رژیم او حماس جهادي غورځنګ د استازو ترمنځ پر اوربند خبرې روانې دي.
بلخوا له قطر څخه ځینو سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د غزې جګړې د پایتهرسېدلو لپاره پیل شوې خبرې بېرته ځنډېدلې دي.
په راپورونو کې د دغو خبرو د ځنډ یو لامل د حماس له لوري د هغې طرحې رد کېدل ښودل شوي چې له مخې یې یاد جهادي غورځنګ بېوسلې او ۴۰ سلنه خاوره اسرائیلي رژیم ته پرېښودل شي.
بلخوا د حماس جهادي غورځنګ چارواکو ټینګار کړی چې صهیونیستي عسکر باید له غزې څخه شاتګ وکړي.