ډېر لوستل شوي

کابل ته د قزاقستاني پلاوي سفر؛ یو پیغام یې په «استانه» کې د ا.ا د سفیر منل و

د ا.ا بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس، عبدالحی قانت وایي کابل ته د قزاقستان د بهرنیو چارو د وزیر د راتګ یو پیغام دا و چې په نږدې راتلونکې کې په استانه کې د اسلامي امارت رسمي سفیر ومني او همداراز په کابل کې د خپلې سیاسي استازولۍ کچه د سفیر سطحې ته لوړه کړي.

ښاغلي قانت په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د قزاقستان لخوا دا ځانکړی تصمیم او د بهرنيو چارو وزير له لوري خپل افغان سیال ته ډاډ ورکول، په دې وخت کې د سیاسي اړیکو د نوي پیل لپاره مهم سګنال دی. عبدالحی قانت دا هم ویلي چې قزاقستان په تېرو نږدې څلورو کلونو کې له افغانستان سره په اقتصادي برخه کې مناسب پرمختګ کړی دی.

اړوند خبرونه