د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وايي، چې افغانستان د مالګې په تولید کې بشپړې ځانبسیاينې ته رسېدلی دی.
د یاد معاونیت د معلوماتو له مخې، دا مهال په هېواد کې د مالګې ۱۲ تثبیتشوي کانونه شته، چې له هغوی څخه هر کال شاوخوا ۳۴۴ زره متریک ټنه مالګه تولیدېږي، په داسې حال کې چې د افغانستان کلنۍ اړتیا ۳۰۰ زره ټنه اټکل شوې ده.
د رياستالوزار اقتصادي معاونيت وايي، چې د مالګې دا کانونه په لسو ولایتونو؛ تخار، سمنگان، بلخ، فاریاب، غور، هرات، پروان، پکتیا، غزني او قندهار کې دي چې د استخراج شوې مالګې کیفیت “لوړ او معياري” ښودل شوی دی.
د اقتصادي کمیسیون د پرېکړې له مخې، د هېواد د تولیدي سکتور د ملاتړ او د اقتصادي ځانبسیاينې د پیاوړتیا په موخه، د هر ډول خارجي مالګې واردات بند شوي دي.
اقتصادي معاونیت زیاتوي چې دا پریکړه نه یوازې د کورني تولید ملاتړ کوي، بلکې د سلګونه کسانو لپاره د کار زمینه هم برابروي او پر ملي اقتصاد مثبت اغېز لري.